هغه وویل: یقینًا دا خو ما ته راكړى شوى دى په هغه علم سره چې زما سره دى، ایا دى نه و پوه، چې بېشكه الله یقینًا له ده نه مخكې له امتونو څخه هغه څوك هلاك كړي دي چې هغه له ده نه په قوت كې زیات سخت وو، او په جمع (ډله) كې له ده نه ډېر وو، او له مجرمانو (كافرانو) نه به د خپلو ګناهونو په باره كې، تپوس نه كاوه شي القصص ۲۸:۷۸ ⧉
تفسیر:
قارون وويل: بېشکه دغه مالونه چې راکړل شوي دي زما د پوهې او پياوړتيا له امله، چې زه د دغه وړ يم. آيا قارون پردې خبره نه پوهېدی چې بېشکه الله له هغه مخکې ډېر امتونه تباه کړي دي چې هغوی تر قارون هم زيات پياوړي او د زياتو مالونو ټولوونکي وو؟! هغوی ته يې ځواک او مالونو کومه ګټه ونه رسوله، او د قيامت په ورځ به له ګناهکارانو څخه يې د ګناهونو په اړه پوښتنه نه کيږي ځکه الله د هغوی پر ګناهونو پوه دی؛ نو پوښتنه به يوازې د چوپ کولو او رټنې وي.