Landscape MP4 Vertical MP4

سورت آل عمران — آیت 155 (پښتو) — ویډیو

آل عمران • آیت نمبر 155 (ټولې 200 آيتونه) • پښتو


إِنَّ الَّذِينَ تَوَلَّوْا مِنْكُمْ يَوْمَ الْتَقَى الْجَمْعَانِ إِنَّمَا اسْتَزَلَّهُمُ الشَّيْطَانُ بِبَعْضِ مَا كَسَبُوا ۖ وَلَقَدْ عَفَا اللَّهُ عَنْهُمْ ۗ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ حَلِيمٌ 155
ترجمه:
بېشكه هغه كسان چې له تاسو نه په هغې ورځې كې (له جنګ نه) وګرځېدل (كله) چې دوه ډلې یو بل ته مخامخ شولې، بېشكه همدا خبره ده چې شیطان دوى د خپلو ځينو (د ګناه د) عملونو په وجه ښُویولي وو، او خامخا یقینًا الله دوى ته معافي كړې ده، بېشكه الله ډېر بخښونكى، ډېر تحمل والا دى آل عمران ۳:۱۵۵
تفسیر:
بیشکه ستاسو څخه هغه کسان چې ماته یې خوړلې وه - ای د محمد صلی الله علیه وسلم ملګرو- په هغه ورځ چې د مسلمانانو لښکر په احد کې د کافرانو د لښکر سره مخامخ شو، بیشکه شیطان دوی په لړزان کړې و د ځینې هغه ګناهونو له امله چې دوی کړې و ، او بیشکه چې الله تعالی دوی ته عفوه کړې نو بس دوی يې په دې نه دي رانیولي؛ د خپل فضل او رحمت په وجه، بیشکه الله تعالی بخښنه کوونکی دی هغه چاته چې توبه وباسي، صبرناک دی په سزا ورکولو کې تلوار نه کوي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ آل عمران • آیت 154 راتلونکې آل عمران • آیت 156