اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو د هغو كسانو په شان مه كېږئ، چې كافران شوي دي او د خپلو وروڼو په باره كې به يې ویل، كله چې به هغوى په ځمكه كې په سفر تلل، یا به هغوى غزا كوونكي وو: كه چېرې دوى له مونږ سره وَى (، نو) نه به مړه شوي وو او نه به وژل شوي وو، لپاره د دې چې الله (د دوى) دا (ګمان) د دوى په زړونو كې (د) حسرت (او افسوس باعث) وګرځوي او الله ژوندي كول او مړه كول كوي، او الله هغو عملونو لره، چې تاسو يې كوئ، ښه لیدونكى دى آل عمران ۳:۱۵۶ ⧉
تفسیر:
ای هغه کسانو چې په الله تعالی مو ایمان راوړی او د هغه د پیغمبر تابعداري مو کړې، تاسو مه کیږئ په شان د کافرانو له منافقانو څخه، کله چې هغوی د روزۍ د لاسته راوړلو او یا د جهاد لپاره سفر وکړي بیا مړه شي او یا ووژل(شهیدان) شي نو وایي : که چیرته دوی زمونږ سره و او وتلې نه وو، او جهاد یې نه و کړی، نو دوی به نه مړه شوي و او نه به وژل شوي (شهیدان شوي) وو، الله تعالی د دوی په زړونو کې دا عقیده اچولې وه چې په زړونو کې یې نوره هم پښیمانتیا او خفګان زیات شي او یوازې الله تعالی مړه کول او ژوندي کول کوي په خپلې خوښې سره، د هغه تقدیر د چا کیناستل (پاتی کیدل د سفر یا غزا نه) بندولی نه شي او د چا وتل (سفر کول د تجارت یا وتل غزا ته) یې رامخکې کولی نه شي، او الله تعالی په هغو کارونو چې تاسو یې کوئ لیدونکی دی، ستاسو د عملونو څخه هیڅ شی په هغه باندې پټ نشي پاتې کیدلی، او خامخا به درله پري بدله درکړي.