Landscape MP4 Vertical MP4

سورت النساء — آیت 85 (پښتو) — ویډیو

النساء • آیت نمبر 85 (ټولې 176 آيتونه) • پښتو


مَنْ يَشْفَعْ شَفَاعَةً حَسَنَةً يَكُنْ لَهُ نَصِيبٌ مِنْهَا ۖ وَمَنْ يَشْفَعْ شَفَاعَةً سَيِّئَةً يَكُنْ لَهُ كِفْلٌ مِنْهَا ۗ وَكَانَ اللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ مُقِيتًا 85
ترجمه:
چا چې سفارش وكړ، ښه سفارش، هغه ته به په دې (سفارش) سره (د ثواب) برخه وي او چا چې سفارش وكړ، بد سفارش (، نو) هغه ته به په دې سره (د ګناه) پیټى وي او الله له همېشه په هر شي باندې قدرت لرونكى دى النساء ۴:۸۵
تفسیر:
څوک چې بل چا ته د خیر رسولو کوشش کوي؛ نو د هغه لپاره به د ثواب څخه برخه وي، او څوک چې بل چا ته د شر رسولو کوشش کوي؛ دې لپاره به د ګناه نه برخه وي، او دی الله تعالی په هر هغه عمل چې انسان یې کوي حاضر او ګواه او خامخا به ورله په هغه بدله ورکړي. نو څوک چې ستاسو څخه د خیر د حاصلولو سبب وګرځي نو ده لره به د هغه نه برخه او نصیب وي، او څوک چې سبب شي د شر په حاصلولو کې نو ده ته به د دې نه خامخا څه شر رسیږي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ النساء • آیت 84 راتلونکې النساء • آیت 86