او كله چې تاسو ته په سلام ویلو سره دعا وكړى شي، نو تاسو له هغې نه غوره جواب وركړئ، یا هم هغه ور وګرځوئ ۔، بېشكه الله د هرشي ښه حساب كوونكى دى النساء ۴:۸۶ ⧉
تفسیر:
او کله چې په تاسو باندې چا سلام واچاوه نو تاسو جواب ورکړئ دوی ته په غوره د هغه نه چې په تاسو یې سلام اچولی، او یا جواب ورکړئ د هغه د سلام په شان، او په غوره طریقې سره جواب ورکول ډیر غوره دي، بیشکه الله په هغه عمل چې تاسو یې کوئ څوکۍ کوونکی دی، او خامخا هر چا لره به د هغه په عمل بدله ورکړي.