Landscape MP4 Vertical MP4

سورت فصلت — آیت 50 (پښتو) — ویډیو

فصلت • آیت نمبر 50 (ټولې 54 آيتونه) • پښتو


وَلَئِنْ أَذَقْنَاهُ رَحْمَةً مِنَّا مِنْ بَعْدِ ضَرَّاءَ مَسَّتْهُ لَيَقُولَنَّ هَٰذَا لِي وَمَا أَظُنُّ السَّاعَةَ قَائِمَةً وَلَئِنْ رُجِعْتُ إِلَىٰ رَبِّي إِنَّ لِي عِنْدَهُ لَلْحُسْنَىٰ ۚ فَلَنُنَبِّئَنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا بِمَا عَمِلُوا وَلَنُذِيقَنَّهُمْ مِنْ عَذَابٍ غَلِيظٍ 50
ترجمه:
او كه خامخا مونږ په ده له خپل جانب نه رحمت وڅكوو، له هغه تكلیف نه وروسته چې ده ته رسېدلى وي (، نو) خامخا لازمًا به وايي: دا زما (حق) دى او زه د قیامت په هكله ګمان نه كوم چې قايم به شي او خامخا كه زه خپل رب ته بېرته وګرځولى شم، (نو) بېشكه زما لپاره به د هغه په نېز خامخا تر ټولو ښه حالت (جنت) وي، نو مونږ به خامخا لازمًا كافران شوي كسان په خپلو عملونو خبر كړو او خامخا لازمًا به مونږ دوى ته له ډېر سخت عذاب ځنې وڅكوو فصلت ۴۱:۵۰
تفسیر:
که موږ له خپل لوري هغه ته له هغې ستونزې او ناروغۍ چې ور رسېدلې ده وروسته روغتيا او سلامتي ور وڅکو هرومرو به وايي: دا زما لپاره وه، ځکه زه يې اهل او وړ وم، او زه ګومان نه کوم قيامت راتلونکی دی، که فرض کړو قيامت راشي، نو بيا به هم ما لره له الله سره شتمني او مال وي، لکه څنګه يې چې په دنيا کې پر ما پېرزوينه کړې ده، چې زه د دغه مستحق يم، همداسې به په آخرت کې پر ما پېرزوينه وکړي، نو هرومرو به هغه خلک خبر کړو چې پر الله يې کفر کړی پر هغه څه چې کوم کفر او ګناهونه يې کړي دي، او هرومرو به سخترين عذاب ور وڅکو.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ فصلت • آیت 49 راتلونکې فصلت • آیت 51