Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الحجرات — آیت 13 (پښتو) — ویډیو

الحجرات • آیت نمبر 13 (ټولې 18 آيتونه) • پښتو


يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُمْ مِنْ ذَكَرٍ وَأُنْثَىٰ وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا ۚ إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِنْدَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ ۚ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ 13
ترجمه:
اى خلقو! بېشكه مونږ تاسو له يوه سړي او له یوې ښځې پیدا كړي یئ او مونږ تاسو څانګې او قبیلې ګرځولي یئ، د دې لپاره چې تاسو یو بل سره وپېژنئ، بېشكه د الله په نیز په تاسو كې ډېر عزتمن، ستاسو زیات پرهېزګار دى۔، بېشكه الله ښه پوه، ښه خبردار دى الحجرات ۴۹:۱۳
تفسیر:
ای خلکو! پرته له شکه تاسو مو له يو نارينه چې هغه ستاسو پلار آدم او يوې ښځينه چې هغه ستاسو مور حواء ده پيداکړي ياست، نسب مو يو دی، نو له تاسو دې يو پر بل په نسب کې نه وياړي، او له دغه وروسته مو تاسې ډېر خېلونه او خورې ورې قبيلې وګرځولئ، تر څو ځينې ستاسې ځينې نور وپېژني، نه د دې لپاره چې پرې ووياړي، ځکه توپير يوازې د ځان ساتنې پر بنسټ وي، له همدې امله يې ويلي: له تاسې تر ټولو غوره ستاسو تقوا لرونکی دی، بېشکه الله ستاسو پر حالاتو ښه پوه دی، پر هغه څه ښه خبر دی چې په تاسو کې کوم کمال او عيب دی، له دغه څخه هيڅ هم نه ترې پټيږي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الحجرات • آیت 12 راتلونکې الحجرات • آیت 14