بانډېسیانو (صحرايي خلقو) وویل: مونږ ایمان راوړى دى، ته (دوى ته) ووایه: تاسو ایمان نه دى راوړى۔ او لېكن تاسو ووايئ چې مونږ اسلام راوړى دى۔ او ایمان لا تر اوسه ستاسو په زړونو كې نه دى ننوتى۔ او كه تاسو د الله او د هغه د رسول اطاعت وكړئ، نو هغه (الله) به ستاسو له عملونو نه هېڅ شى كم نه كړي، بېشكه الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى الحجرات ۴۹:۱۴ ⧉
تفسیر:
ځينو هغو بانډه چيانو چې نبي صلی الله عليه وسلم ته راغلل وويل: موږ پر الله او د هغه پر رسول ايمان راوړی، ای رسوله! هغوی ته ووايه: تاسو ايمان نه دی راوړی، بلکې تاسو ووايئ: موږ پيروي کړې او غاړه مو اېښې ده، تر اوسه مو ايمان زړونو ته نه دی ننوتی، او هيله دا ده چې ور ننه به وځي، او ای بانډه چيانو که تاسو په ايمان، نېک عمل او له نارواوو څخه په ډډه کولو کې د الله او د هغه د رسول خبره ومنئ، الله به ستاسو د کړنو له بدلې هيڅ هم درڅخه کم نه کړي، بېشکه الله له بندګانو يې د هغه چا بښونکی دی چې توبه وباسي، پر هغوی مهربان دی.