Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الاعراف — آیت 101 (پښتو) — ویډیو

الاعراف • آیت نمبر 101 (ټولې 206 آيتونه) • پښتو


تِلْكَ الْقُرَىٰ نَقُصُّ عَلَيْكَ مِنْ أَنْبَائِهَا ۚ وَلَقَدْ جَاءَتْهُمْ رُسُلُهُمْ بِالْبَيِّنَاتِ فَمَا كَانُوا لِيُؤْمِنُوا بِمَا كَذَّبُوا مِنْ قَبْلُ ۚ كَذَٰلِكَ يَطْبَعُ اللَّهُ عَلَىٰ قُلُوبِ الْكَافِرِينَ 101
ترجمه:
دغه كلي دي چې مونږ يې تا ته څه خبرونه بیانوو، او یقینًا یقینًا دوى ته خپلو رسولانو ښكاره معجزې راوړې وې، نو دوى كله هم داسې نه وو چې په هغه څه ایمان راوړي د څه چې يې مخكې تكذیب كړى و، همدارنګه الله د كافرانو په زړونو باندې مهر لګوي الاعراف ۷:۱۰۱
تفسیر:
دغه مخکني کلي - چې هغه د نوح، هود، صالح، لوط او شعیب -علیهم السلام- د قومونو کلي دي- مونږ بیانوو تاته او خبر درکوو تاته -ای پیغمبره- د دوی د حالاتو نه او هغه چې دوی کوم تکذیب او عناد کړی و او په دوی چې کوم عذاب راغلی و؛ د دې لپاره چې دا عبرت شي د هغه چا لپاره چې عبرت اخلي، او پند شي د هغه چا لپاره چې پند قبلوي، او بیشکه راغلي وو د دې کلیو والا ته پیغمبران د دوی په ښکاره دلیلونو د دوی په ریښتنولۍ، نو نه وو دوی چې ایمان یې راوړی وي د دې پیغمبرانو د راتګ په وخت کې د دې وجې نه چې مخکې لیکل شوی وو د الله تعالی په علم کې چې دوی به پدې باندې تکذیب کوي. او په شان د مهر لګولو د الله تعالی په زړونو د دې کلو والاو باندې کومو چې د خپلو پیغمبرانو تکذیب کړی؛ مهر لګوي الله تعالی په زړونو د کفر کوونکو په محمد -صلی الله علیه وسلم- باندې، نو د ایمان طرف ته هدایت نشي موندلی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الاعراف • آیت 100 راتلونکې الاعراف • آیت 102