Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الاعراف — آیت 85 (پښتو) — ویډیو

الاعراف • آیت نمبر 85 (ټولې 206 آيتونه) • پښتو


وَإِلَىٰ مَدْيَنَ أَخَاهُمْ شُعَيْبًا ۗ قَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُوا اللَّهَ مَا لَكُمْ مِنْ إِلَٰهٍ غَيْرُهُ ۖ قَدْ جَاءَتْكُمْ بَيِّنَةٌ مِنْ رَبِّكُمْ ۖ فَأَوْفُوا الْكَيْلَ وَالْمِيزَانَ وَلَا تَبْخَسُوا النَّاسَ أَشْيَاءَهُمْ وَلَا تُفْسِدُوا فِي الْأَرْضِ بَعْدَ إِصْلَاحِهَا ۚ ذَٰلِكُمْ خَيْرٌ لَكُمْ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ 85
ترجمه:
او (لېږلى و مونږ) مدین ته د هغوى ورور شعیب، هغه وویل: اى زما قومه! تاسو د الله عبادت كوئ، تاسو لپاره له هغه نه سِوا (بل) هېڅ حق معبود نشته، یقینًا تاسو ته د خپل رب له جانبه ښكاره دلیل راغلى دى، نو تاسو پېمانه او تول پوره كوئ او خلقو ته د هغوى شیان كم مه وركوئ او په ځمكه كې ورانى مه كوئ، د هغې له اصلاح نه پس، دا تاسو لپاره ډېر غوره دي، كه چېرې تاسو ایمان راوړونكي یئ الاعراف ۷:۸۵
تفسیر:
او یقینا مونږ لیږلی و د مدین قبیلې ته د هغوی ورور شعیب -علیه السلام- نو هغه ورته وویل: ای زما قومه! یواځې د الله تعالی بندګي وکړئ، نشته تاسو لره څوک لایق د بندګۍ په حقه سره چې د هغه نه پرته د بندګۍ لایق وي، بیشکه راغلی تاسو ته ښکاره دلیل د الله تعالی له طرفه، او ښکاره دلیل په ریښتینولۍ د هغه څه چې ما تاسو ته راوړي د خپل رب له طرف نه، پوره پوره ورکړئ خلکو ته حقونه د هغوی په پوره کولو د پیمانې او په پوره کولو د تول سره، او مه کموئ د خلکو نه په عیب سره سامان د هغوئ، او په بې رغبتۍ سره د هغوی د سامان نه، او په دوکه ورکولو سره هغوی ته، او فساد مه کوئ په ځمکه کې په کفر او ګناهونو کولو سره وروسته د اصلاح د هغې نه په راتللو د پیغمبرانو سره د مخکې نه، دا چې بیان شو غوره دی ستاسو لپاره او ډیر فایده مند دی تاسو لره که چیرته تاسو مومنان یاست؛ د دې وجې نه چې په دې کې پریښودل د ګناهونو دي او دا ځان ساتل دي د وجې د منع کولو د الله تعالی د دې نه، او د دې وجې نه چې په دې کې نزدیکت دی الله تعالی ته په کولو د هغه کار چې الله تعالی پرې امر کړی دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الاعراف • آیت 84 راتلونکې الاعراف • آیت 86