Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الاعراف — آیت 86 (پښتو) — ویډیو

الاعراف • آیت نمبر 86 (ټولې 206 آيتونه) • پښتو


وَلَا تَقْعُدُوا بِكُلِّ صِرَاطٍ تُوعِدُونَ وَتَصُدُّونَ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ مَنْ آمَنَ بِهِ وَتَبْغُونَهَا عِوَجًا ۚ وَاذْكُرُوا إِذْ كُنْتُمْ قَلِيلًا فَكَثَّرَكُمْ ۖ وَانْظُرُوا كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُفْسِدِينَ 86
ترجمه:
او تاسو په هره لار كې مه كېنئ، چې تاسو (خلق) وېروئ او تاسو د الله له لارې نه هغه څوك منع كوئ چې په هغه (الله) ایمان راوړي او تاسو په هغې كې كوږوالى لټوئ او تاسو هغه وخت یاد كړئ كله چې تاسو ډېر لږ وئ، نو هغهٔ تاسو ډېر كړئ او تاسو وګورئ چې د ورانكارو انجام څنګه و؟ الاعراف ۷:۸۶
تفسیر:
او مه کینئ په هره لاره کې چې ویروئ هغه څوک چې په دې لاره باندې ځي د خلکو نه د دې لپاره چې د دوی نه مالونه واخلئ، او د دې لپاره چې بند کړئ د الله تعالی د دین نه هغه څوک چې اراده د هدایت موندلو لري، تاسو دا غواړئ چې د الله تعالی لاره دی کږه وي تر دې چې خلک پرې لاړ نشي، او یاد کړئ د الله تعالی نعمتونه په تاسو باندې د دې لپاره چې شکر یې ادا کړئ، نو یقینا ستاسو عدد لږ و نو الله تعالی ډیر کړئ، او سوچ او فکر وکړئ چې څرنګه و اخرې انجام د فساد کوونکو په ځمکه مخکې ستاسو نه، نو یقینا د هغوی اخري انجام هلاکت او بربادي وه.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الاعراف • آیت 85 راتلونکې الاعراف • آیت 87