سوره هود (آیت 112)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




11 هود(هود)، آیت ۱۱۲

فَاسْتَقِمْ كَمَا أُمِرْتَ وَمَنْ تَابَ مَعَكَ وَلَا تَطْغَوْا ۚ إِنَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ 112 ١١٢

نو ته په استقامت (او ثابت) اوسه لكه څنګه چې تا ته حكم كړى شوى دى او هغه څوك هم چې له تا سره يې توبه وېستلې ده او (اى خلقو) تاسو سركشي مه كوئ، بېشكه هغه (الله) د هغو كارونو چې تاسو يې كوئ؛ ښه لیدونكى دى (۱۱۲)

تفسیر
ای رسوله! د نېغې لارې التزام ته دوام ورکړه، لکه څنګه چې الله درته امر کړی، د هغه د حکمونو پيروي او له نواهيو يې ډډه وکړه او په نېغه لار دې ولاړ شي هغه څوک چې له مؤمنانو درسره دي، د ګناهونو په ترسره کولو له بريده مه اوړئ، بېشکه هغه ليدونکی دی د هغه څه چې تاسو يې کوئ، ستاسو له کړنو څه ترې پټ ندي او بدله به يې درکړي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ