سوره هود (آیت 49)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




11 هود(هود)، آیت ۴۹

تِلْكَ مِنْ أَنْبَاءِ الْغَيْبِ نُوحِيهَا إِلَيْكَ ۖ مَا كُنْتَ تَعْلَمُهَا أَنْتَ وَلَا قَوْمُكَ مِنْ قَبْلِ هَٰذَا ۖ فَاصْبِرْ ۖ إِنَّ الْعَاقِبَةَ لِلْمُتَّقِينَ 49 ٤٩

دغه د غیبو له خبرونو ځنې دي چې مونږ يې تا ته وحي كوو، له دې نه مخكې نه ته په دې عالِم وې او نه ستا قوم، نو صبر كوه، بېشكه ښه انجام د پرهېزګارانو لپاره دى (۴۹)

تفسیر
د نوح عليه السلام دغه کيسه د پټو(غیبو) له خبرونو څخه ده ای رسوله! له دغې وحې مخکې چې موږ درته کړې ده نه ته پرې پوهېدې او نه دې قوم پرې پوهېده؛ نو د قوم پر کړاو او د هغوی پر درواغ ګڼلو دې له زغم څخه کار واخله لکه نوح عليه السلام چې زغم کړی و، بېشکه مرسته او برلاسي هغه چا لره دي چې د الله حکمونه مني او له نواهيو څخه يې ځانونه ساتي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ