سوره هود (آیت 6)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




11 هود(هود)، آیت ۶

وَمَا مِنْ دَابَّةٍ فِي الْأَرْضِ إِلَّا عَلَى اللَّهِ رِزْقُهَا وَيَعْلَمُ مُسْتَقَرَّهَا وَمُسْتَوْدَعَهَا ۚ كُلٌّ فِي كِتَابٍ مُبِينٍ 6 ٦

او په ځمكه كې هېڅ خوځنده (ذي روح) نشته مګر د هغه رزق خاص په الله باندې دى، او هغه د هغه د اوسېدلو ځاى او د هغه د سپارېدلو ځاى پېژني (دا) هر څه په واضح كتاب كې (لیك) دي (۶)

تفسیر
هيڅ داسې مخلوق نشته چې پر ځمکه دې ګرځي هغه که هرڅه وي، خو الله په خپله پېرزوينه د هغه روزي منلې، او الله ته په ځمکه کې د هغه د استوګنې ځای معلوم دی، د مرګ ځای يې چې پکې مري به ورمعلوم دی، هر يو له ژويو څخه، د هغوی روزي، د استوګنې ځایونه او د مړينې ځايونه يې په څرګند کتاب کې چې لوح محفوظ دی شتون لري.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ