سوره هود (آیت 9)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




11 هود(هود)، آیت ۹

وَلَئِنْ أَذَقْنَا الْإِنْسَانَ مِنَّا رَحْمَةً ثُمَّ نَزَعْنَاهَا مِنْهُ إِنَّهُ لَيَئُوسٌ كَفُورٌ 9 ٩

او یقینًا كه چېرې مونږه انسان ته له خپل جانبه رحمت وروڅكوو، بیا مونږ هغه له ده نه راكش كړو (، نو) بېشكه هغه (بیا) یقینًا ډېر نا امېده، ډېر ناشكره وي (۹)

تفسیر
او که چېرې موږ هغه ته د روزۍ پراخي وروڅکواو له بې وزلۍ او رسېدلې ناروغۍ وروسته روغتيا؛ هرومرو به وايي: بدي له ما ولاړه او زيان لېرې شو او پردې د الله شکر نه وباسي، بېشکه هغه په تکبر سره ډېرزيات خوښي کوونکی دی او پر خلکو زيات لويي کوونکی او وياړ کوونکی دی پر هغه څه چې الله پرې پېرزو کړي دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ