سوره یوسف (آیت 33)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




12 یوسف(يوسف)، آیت ۳۳

قَالَ رَبِّ السِّجْنُ أَحَبُّ إِلَيَّ مِمَّا يَدْعُونَنِي إِلَيْهِ ۖ وَإِلَّا تَصْرِفْ عَنِّي كَيْدَهُنَّ أَصْبُ إِلَيْهِنَّ وَأَكُنْ مِنَ الْجَاهِلِينَ 33 ٣٣

هغه وویل: اى زما ربه! بندي خانه ما ته ډېره خوښه ده له هغه كار نه چې دوى ما هغه ته بلي او كه ته زما څخه د دوى مكر فریب وانه ړوې (، نو) زه به دوى ته مايله شم او شم به له جاهلانو نه (۳۳)

تفسیر
يوسف عليه السلام وويل په داسې حال کې چې خپل پالونکی يې رابلئ: ای زما پالونکيه! هغه زندان چې هغې پرې راته ګوت څنډنه کړې، ډېر غوره دی تر هغه څه چې هغوی مې وربولي چې هغه ناروا کړنه ده، که چېرې د هغوی چل را څخه لرې نکړې، هغوی ته به ورکوږ شم، له ناپوهانو به شم که ورکوږ شوم او په هغه څه کې به د هغوی پيروي وکړم چې راڅخه غواړي يې.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ