سوره یوسف (آیت 46)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




12 یوسف(يوسف)، آیت ۴۶

يُوسُفُ أَيُّهَا الصِّدِّيقُ أَفْتِنَا فِي سَبْعِ بَقَرَاتٍ سِمَانٍ يَأْكُلُهُنَّ سَبْعٌ عِجَافٌ وَسَبْعِ سُنْبُلَاتٍ خُضْرٍ وَأُخَرَ يَابِسَاتٍ لَعَلِّي أَرْجِعُ إِلَى النَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَعْلَمُونَ 46 ٤٦

اى یوسفه! اى ډېره رښتینه! ته مونږ ته تعبیر بیان كړه د اوو څربو غواګانو په باره كې چې اوه خوارې يې خوري او د اوو شنو وږو او نورو (اوو) وچو (وږو) په باره كې، د دې لپاره چې زه خلقو ته واپس لاړشم د دې لپاره چې هغوى پوه شي (۴۶)

تفسیر
کله چې ژغورل شوی شخص يوسف عليه السلام ته راورسېدی ورته ويې ويل: ای ملګريه يوسفه! له هغه تعبير نه مې خبر کړه چې څوک په خوب وويني اوه چاغې غواوې چې اوه ډنګرې غواوې يې خوري او ويني اوه شنه وږي او اوه وچ وږي ويني، کېدای شي زه پاچا او له هغه سره خلکو ته ورشم کېدای شي هغوی د پاچا د خوب په تعبير پوه شي او ستا په فضيلت او مرتبه پوه شي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ