سوره الرعد (رعد) (آیت 34)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
13
الرعد(الرعد)، آیت ۳۴
لَهُمْ عَذَابٌ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا ۖ وَلَعَذَابُ الْآخِرَةِ أَشَقُّ ۖ وَمَا لَهُمْ مِنَ اللَّهِ مِنْ وَاقٍ
شته دى د دوى لپاره عذاب په دنيايي ژوند كې او خامخا د اخرت عذاب ډېر سخت دى، او د دوى لپاره به د الله (له عذاب) نه هېڅ ساتونكى نه وي (۳۴)
تفسیر
هغوی لره د دنيا په ژوند کې د مؤمنانو پر لاسونو رسېدلې د وژلو او بندي کولو سزا ده او د آخرت هغه سزا چې انتظار يې کوي پر هغوی د دنيا له سزا ډېره سخته او درنه ده، ځکه په هغو کې سختوالی او داسې دوام دی چې نه ختميږي او د قيامت په ورځ هغوی لره کوم خنډ نشته چې د الله له سزا يې وساتي.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: