سوره ابراهیم (آیت 47)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




14 ابراهیم(إبراهيم)، آیت ۴۷

فَلَا تَحْسَبَنَّ اللَّهَ مُخْلِفَ وَعْدِهِ رُسُلَهُ ۗ إِنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ ذُو انْتِقَامٍ 47 ٤٧

نو ته هیڅكله هم په الله باندې له خپلو رسولانو سره د وعدې خلاف كوونكي ګمان مه كوه، بېشكه الله ډېر غالب، (او) انتقام والا دى (۴۷)

تفسیر
نو هيڅکله ای رسوله دا ګمان مه کوه چې هغه الله چې له خپلو رسولانوسره يې د مرستې او د دين څرګندولو ژمنه کړې ده، پرځای کوونکی ندی د هغې ژمنې چې له خپلو رسولانو سره يې کړې ده، بېشکه الله برلاسی دی هيڅ شی نشي پرې برلاسی کېدلی او ژر به خپل دوستان پیاوړي کړي، له خپلو دښمنانو او د خپلو رسولانو له دوښمنانو سخت غچ اخېستونکی دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ