سوره ابراهیم (آیت 4)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




14 ابراهیم(إبراهيم)، آیت ۴

وَمَا أَرْسَلْنَا مِنْ رَسُولٍ إِلَّا بِلِسَانِ قَوْمِهِ لِيُبَيِّنَ لَهُمْ ۖ فَيُضِلُّ اللَّهُ مَنْ يَشَاءُ وَيَهْدِي مَنْ يَشَاءُ ۚ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ 4 ٤

او مونږ هېڅ یو رسول نه دى لېږلى مګر د خپل قوم په ژبه، د دې لپاره چې دوى ته بیان (او وضاحت) وكړي، بیا نو الله ګمراه كوي هغه څوك چې يې وغواړي او هدایت وركوي هغه چا ته چې يې وغواړي، او هم دى ښه غالب، ښه حكمت والا دى (۴)

تفسیر
موږ هيڅ رسول نه دی لېږلی مګر دا چې هغه مو د خپل قوم په ژبه ننګوونکی لېږلی، ترڅو پر هغوی د هغه څه پوهه آسانه شي چې هغه د الله لخوا ورته راوړي دي او موږ پر ايمان د هغوی د اړ اېستلو لپاره نه دی لېږلی، الله په خپل عدل لار ورکی کوي چاته چې وغواړي، چاته چې وغواړي په خپله پېرزوينه د لارښوونې توفيق ورکوي، هغه داسې برلاسی دی چې هيڅوک نشي پرې برلاسی کېدی، په خپل مخلوق او تدبير کې حکيم دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ