سوره النحل (مچۍ) (آیت 124)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
16
النحل(النحل)، آیت ۱۲۴
إِنَّمَا جُعِلَ السَّبْتُ عَلَى الَّذِينَ اخْتَلَفُوا فِيهِ ۚ وَإِنَّ رَبَّكَ لَيَحْكُمُ بَيْنَهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فِيمَا كَانُوا فِيهِ يَخْتَلِفُونَ
همدا خبره ده چې (ورځ د) خالي په هغو كسانو مقرره شوې ده چې په دې كې يې اختلاف كړى و او بېشكه ستا رب به خامخا د دوى په مینځ كې د قیامت په ورځ فیصله كوي په هغه څیز كې چې دوى به په هغه كې اختلاف كاوه (۱۲۴)
تفسیر
یقینا کیښودل شوی وو تعظیم د خالي (شنبي) د ورځي په فرضي ډول سره په هغو یهودیانو چې په دې کې یې اختلاف کړی و؛ د دې لپاره چې دوی په دې کې د خپلو کارونو څخه بندګۍ ته وزګار شي وروسته له دې چې دوی بې لارې شوي و د جمعې د ورځې نه هغه چې دوی ته پکې د وزګارتیا امر شوی و، او یقینا ستا رب -ای پیغمبره- خامخا فیصله به کوي د دې اختلاف کوونکو په منځ کې د قیامت په ورځ په هغه څه کې چې دوی پکې اختلاف کاوه، نو بدله به ورکړي هر چا ته د هغه مناسب.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: