سوره النحل (مچۍ) (آیت 127)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




16 النحل(النحل)، آیت ۱۲۷

وَاصْبِرْ وَمَا صَبْرُكَ إِلَّا بِاللَّهِ ۚ وَلَا تَحْزَنْ عَلَيْهِمْ وَلَا تَكُ فِي ضَيْقٍ مِمَّا يَمْكُرُونَ 127 ١٢٧

او ته صبر كوه او نه دى صبر ستا مګر په توفیق د الله سره او په دوى باندې مه غمژن كېږه او په زړه تنګۍ كې مه كېږه د هغو مكرونو په وجه چې دوى يې كوي (۱۲۷)

تفسیر
او صبر کوه -ای پیغمبره- په هغو تکلیفونو چې تا ته دررسیږي د دوی له طرفه، او نه دی توفیق د صبر کولو ستا مګر د الله تعالی په توفیق سره دی تا ته، او ته مه غمجن کیږه د کافرانو د مخ اړولو د وجې نه ستا څخه، او تنګه دې نشي سینه ستا د هغو چلونو او دوکو د وجې نه چې دوی یې کوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ