سوره الإسراء (د شپې سفر) (آیت 51)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




17 الإسراء(الإسراء)، آیت ۵۱

أَوْ خَلْقًا مِمَّا يَكْبُرُ فِي صُدُورِكُمْ ۚ فَسَيَقُولُونَ مَنْ يُعِيدُنَا ۖ قُلِ الَّذِي فَطَرَكُمْ أَوَّلَ مَرَّةٍ ۚ فَسَيُنْغِضُونَ إِلَيْكَ رُءُوسَهُمْ وَيَقُولُونَ مَتَىٰ هُوَ ۖ قُلْ عَسَىٰ أَنْ يَكُونَ قَرِيبًا 51 ٥١

یا كوم داسې مخلوق له هغه قسمه نه چې ستاسو په سینو كې لوى ښكاري، نو دوى به ژر ووايي: څوك به مونږ بیا راژوندي كوي؟ ته ووایه: هغه ذات چې تاسو يې اول كرت پیدا كړي یئ۔، نو ژر به دوى خپل سرونه تا ته (د استهزا په ډول) وخوځوي او وايي به: دا به كله وي؟ ته ووایه: امېد دى چې دغه به ډېر نژدې وي (۵۱)

تفسیر
او یا شئ بل قسم مخلوق لوی د دې دواړو نه څومره چې ستاسې په سینو کې غټ مخلوق وي، نو یقینا الله تعالی بیرته ستاسې راپاڅوونکی دی د قبرونو نه لکه څرنګه چې یې اول پیداکړي وئ، او راژوندی کوونکی دی ستاسې لکه اول ځل چې یې پیداکړي وئ، نو خامخا وایي به دا عناد کوونکي: څوک دی چې مونږ بیرته ژوندي راپاڅوي وروسته زمونږ د مړه کیدلو نه؟ ته ورته ووایه: بیرته ژوندي راپاڅوي تاسې هغه ذات چې اول ځل یې پیداکړي یاست په غیر د مخکني مثال نه، نو دوی به خپل سرونه خوځوي مسخرې کوونکي به وي ستا د جواب نه دوی ته، او وايي دوی په داسې حال کې چې لرې ګڼونکي دي (بیرته راژوندي کیدلو لره): کله به وي دا بیرته راژوندي کیدل؟! ته ورته ووایه: کیدای شي دا نږدې وي، ځکه هر یو شی چې راتلونکی وي هغه نږدې دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ