سوره الإسراء (د شپې سفر) (آیت 58)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




17 الإسراء(الإسراء)، آیت ۵۸

وَإِنْ مِنْ قَرْيَةٍ إِلَّا نَحْنُ مُهْلِكُوهَا قَبْلَ يَوْمِ الْقِيَامَةِ أَوْ مُعَذِّبُوهَا عَذَابًا شَدِيدًا ۚ كَانَ ذَٰلِكَ فِي الْكِتَابِ مَسْطُورًا 58 ٥٨

او نشته هېڅ یو كلى مګر د قیامت له ورځې نه مخكې مونږ هغه لره هلاك كوونكي یو، یا هغه لره عذاب وركوونكي یو، ډېر سخت عذاب۔، دا له شروع نه په كتاب كې لیكل شوي دي (۵۸)

تفسیر
او هيڅ کلی او له کليو کوم ښار نشته چې اوسېدونکي يې کافران وي، مګر موږ د هغوی د کفر له امله د دنيا په ژوند کې عذاب او تباهي پرې راوستونکي يو او يا يې په پياوړي عذاب لکه وژل او داسې نورو اخته کوونکي يو، د هغوی د کفر له امله دغه تباهي او سزا په لوح محفوظ کې ليکل شوې يوه الهي پرېکړه ده.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ