سوره الإسراء (د شپې سفر) (آیت 83)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




17 الإسراء(الإسراء)، آیت ۸۳

وَإِذَا أَنْعَمْنَا عَلَى الْإِنْسَانِ أَعْرَضَ وَنَأَىٰ بِجَانِبِهِ ۖ وَإِذَا مَسَّهُ الشَّرُّ كَانَ يَئُوسًا 83 ٨٣

او كله چې مونږ په (نافرمان) انسان باندې انعام وكړو (نو) هغه مخ وګرځوي او خپل اړخ لرې كړي او كله چې ده ته شر (او تكلیف) ورسي (نو) ډېر ناامېده شي (۸۳)

تفسیر
او کله چې مونږ په یو انسان باندې نعمت وکړو لکه د صحتمندۍ او مالدارۍ نو د الله تعالی د شکر نه مخ واړوي، او لرې شي له تکبر له وجې نه، او کله چې ورته مرض او غریبي او نور تکلیفونه ورسیږي نو بیا ډير نا امیدي کوونکی وي د الله تعالی د رحمت نه.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ