سوره الإسراء (د شپې سفر) (آیت 85)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




17 الإسراء(الإسراء)، آیت ۸۵

وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الرُّوحِ ۖ قُلِ الرُّوحُ مِنْ أَمْرِ رَبِّي وَمَا أُوتِيتُمْ مِنَ الْعِلْمِ إِلَّا قَلِيلًا 85 ٨٥

او دوى له تا نه د روح په باره كې پوښتنه كوي ته (ورته) ووایه: روح زما د رب له امره ځنې دى او تاسو ته له علم څخه (برخه) نه ده دركړ شوې مګر ډېره لږه (۸۵)

تفسیر
او پوښتنه کوي ستا نه -ای پیغمبره- کافران د اهل کتابو نه د روح د حقیقت باره کې، ته ورته ووایه: د روح حقیقت نه پیژني مګر الله تعالی، او نه دې درکړی شوی تاسې او ټولو خلکو ته د علم نه مګر لږ د الله تعالی د علم په پرتله.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ