سوره الکهف (غار) (آیت 21)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
18
الکهف(الكهف)، آیت ۲۱
وَكَذَٰلِكَ أَعْثَرْنَا عَلَيْهِمْ لِيَعْلَمُوا أَنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ وَأَنَّ السَّاعَةَ لَا رَيْبَ فِيهَا إِذْ يَتَنَازَعُونَ بَيْنَهُمْ أَمْرَهُمْ ۖ فَقَالُوا ابْنُوا عَلَيْهِمْ بُنْيَانًا ۖ رَبُّهُمْ أَعْلَمُ بِهِمْ ۚ قَالَ الَّذِينَ غَلَبُوا عَلَىٰ أَمْرِهِمْ لَنَتَّخِذَنَّ عَلَيْهِمْ مَسْجِدًا
او همداسې مونږ په دوى باندې (خلق) خبر كړل، د دې لپاره چې دغه (خلق) پوه شي چې بېشكه د الله وعده حقه ده او دا چې بېشكه قیامت (چې دى) په ده كې هېڅ شك نشته، (مونږ خلق) هغه وخت (خبر كړل) چې دوى په خپل مینځ كې د هغوى په معامله كې جګړې كولې، نو دوى وویل: تاسو په دوى باندې یوه ودانۍ جوړه كړئ، د دوى رب په دوى ښه عالم دى، هغو كسانو وویل چې د دوى په معامله كې غالبه شوي وو، مونږ به خامخا هرومرو په دوى باندې جومات جوړوو (۲۱)
تفسیر
او لکه څرنګه چې مونږ وکړل په دوی باندې نا اشنا نا اشنا کارونه چې دلالت کوونکي دي زمونږ په قدرت باندې د ویده کولو د دوی نه ډیر کلونه، او راویښول د دوی وروسته د دې خوب نه، همدارنګه مونږ خبر کړل په دوی باندې د دوی د ښار والا د دې لپاره چې د دوی د ښار والا پوهه شي چې یقینا وعده د الله تعالی د مؤمنانو سره په مرستې او په دوباره راژوندي کولو باندې ریښتیا او حق ده، او یقینا قیامت راتلونکی دی خامخا هیڅ شک پکې نشته، نو هر کله چې د اصحاب کهفو حال ښکاره شو او مړه شول؛ هغه خلک چې په دوی باندې خبر شوي و هغوی په خپل منځ کې په اختلاف کې شول: چې د دوی سره څه وکړي؟ نو وویل یوې ډلې د دوی نه: جوړ کړئ د دوی د غار په دروازه باندې آبادي چې دوی پټ کړي او بچ یې وساتي، رب د دوی ښه پوهه دی د دوی په حال باندې، نو د دوی حال دا تقاضا کوي چې دوی لره دي د الله تعالی په نزد یو څه خاصیت وي، او وویل هغو کسانو چې سلطه او واک یې په لاس کې و خو علم او سم دعوت ورسره نه و: مونږ به خامخا د دوی په دې ځای باندې د عبادت لپاره مسجد جوړوو د دوی د احترام د وجې نه او د دوی د مرتبې د یادولو د وجې نه.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: