سوره الکهف (غار) (آیت 56)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
18
الکهف(الكهف)، آیت ۵۶
وَمَا نُرْسِلُ الْمُرْسَلِينَ إِلَّا مُبَشِّرِينَ وَمُنْذِرِينَ ۚ وَيُجَادِلُ الَّذِينَ كَفَرُوا بِالْبَاطِلِ لِيُدْحِضُوا بِهِ الْحَقَّ ۖ وَاتَّخَذُوا آيَاتِي وَمَا أُنْذِرُوا هُزُوًا
او مونږ رسولان نه لېږو مګر زېرى وركوونكي او وېرونكي، او كافران شوي خلق په باطله سره جګړه كوي، د دې لپاره چې په دې سره حق ورك او لرې كړی۔ او دوى زما ایتونه او هغه څه چې دوى پرې وېرول شوي وو؛ مسخره ونیول (۵۶)
تفسیر
او نه لیږو مونږ هغه څوک چې لیږو ئې زمونږ د پیغمبرانو څخه مګر زیري ورکوونکي ایمان والاوو او نیکیو والا لره، او ویره ورکوونکي کافرانو او ګناهګارانو ته، او نشته دوی لره واک او زور د خلکو په زړونو چې په زور یې په هدایت باندې مجبور کړي، او جګړې کوي هغه کسان چې کفر یې کړی په الله تعالی باندې د پیغمبرانو سره؛ سره د ښکاره والي د دلیل دوی ته؛ د دې لپاره چې ونړوي په خپل باطل سره حق لره هغه چې په محمد صلی الله علیه وسلم باندې نازل شوی، او ګرځولی دوی قرآن کریم او هغه څه چې دوی ته پرې ویره ورکړی شوی خندا او مسخرې.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: