سوره الکهف (غار) (آیت 65)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




18 الکهف(الكهف)، آیت ۶۵

فَوَجَدَا عَبْدًا مِنْ عِبَادِنَا آتَيْنَاهُ رَحْمَةً مِنْ عِنْدِنَا وَعَلَّمْنَاهُ مِنْ لَدُنَّا عِلْمًا 65 ٦٥

بیا نو دوى زمونږ په بنده ګانو كې یو بنده ومونده، چې مونږ هغه ته له خپله جانبه رحمت وركړى و او له خپل جانبه مو هغه ته (خاص) علم ښوولى و (۶۵)

تفسیر
نو هر کله چې دوی دواړه د ماهي د ورکېدلو ځای ته ورسېدل هلته یې زمونږ د نیکو بندګانو څخه یو بنده بیامونده (او هغه خضر -علیه السلام-) و، مونږ هغه ته د خپل طرفه رحمت ورکړی و، او زمونږ د طرفه مو ورته پوهه ورکړې وه داسې پوهه چې نور خلک پرې نه پوهېدل، او دا هغه څه دي چې په دې قیصه کې دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ