سوره مریم (آیت 15)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




19 مریم(مريم)، آیت ۱۵

وَسَلَامٌ عَلَيْهِ يَوْمَ وُلِدَ وَيَوْمَ يَمُوتُ وَيَوْمَ يُبْعَثُ حَيًّا 15 ١٥

او په ده دې سلام وي په هغې ورځ چې دى وزېږول شو او په هغې ورځ چې دى به مري او په هغې ورځ چې دى به بیا ژوندى راپورته كړى شي (۱۵)

تفسیر
او سلامتیا ده په ده باندې د الله تعالی له طرفه او امان دی ده لره د الله تعالی له طرفه په کومه ورځ چې پيدا کړی شو، او په کومه ورځ چې مړ کیږي به او د دې دنیا څخه به وځي، او په هغه ورځ چې بیرته به ژوندی راپورته کیږي د قیامت په ورځ، او دا درې ځایونه ډیر هغه د ویرې ځایونه دي چې انسان پرې تیریږي، نو چې په دې ځایونو کې څوک په امن کې شو نو بیا په دې باندې د دې نه پغیر نورو ځایونو کې ویره نشته.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ