سوره البقره (غویي) (آیت 119)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۱۱۹

إِنَّا أَرْسَلْنَاكَ بِالْحَقِّ بَشِيرًا وَنَذِيرًا ۖ وَلَا تُسْأَلُ عَنْ أَصْحَابِ الْجَحِيمِ 119 ١١٩

یقینًا (اى نبي!) ته مونږه په حقه سره زېرى وركوونكى او وېروونكى لېږلى يې، او د دوزخیانو په باره كې به له تا نه تپوس نه كېږي (۱۱۹)

تفسیر
ای پېغمبره! بېشکه مونږ ته په حق دین سره لېږلی یې، چې هېڅ شک په کې نشته، د دې لپاره چې ته مؤمنانو ته د جنت زېری ورکړې او کافران له اور (دوزخ) څخه ووېروې او په تا یوازې ښکاره رسونه ده او الله تعالی به هېڅکله هم له تا څخه د دوزخ د هغو څښتنانو په اړه پوښتنه ونه کړي چې پر تا یې ایمان نه دې راوړی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ