له خلقو څخه بې وقوفان به ژر ووايي چې دوى له خپلې هغه قبلې نه څه شي واړول چې دوى په هغې باندې وو؟ ته (ورته) ووایه: خاص د الله لپاره مشرق او مغرب دى، سمې (نېغې) لارې ته هدایت كوي چا ته چې يې وغواړي (۱۴۲)
تفسیر
ژر دی چی وبه وايي هغه ناپوهه او کم عقله یهودیان، او هغه څوک چی د دوی په شان وی له منافقانو څخه: مسلمانانو لره څه شی واړول د خپلی مخکنۍ قبلی بیت المقدس څخه؟ ته ورته جواب ورکړه -ای پیغمبره-: خاص الله تعالی لره دی اختیار او بادشاهی د مشرق او مغرب او د نورو طرفونو، اړوی چا لره چی وغواړی د خپلو بندګانو څخه کوم طرف ته چی وغواړی، او هغه پاک ذات ښودنه کوی چاته چی وغواړی د خپلو بندګانو څخه نیغی لاری ته چی کوږوالی او اوړیدل پکی نه وی.