سوره البقره (غویي) (آیت 148)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۱۴۸

وَلِكُلٍّ وِجْهَةٌ هُوَ مُوَلِّيهَا ۖ فَاسْتَبِقُوا الْخَيْرَاتِ ۚ أَيْنَ مَا تَكُونُوا يَأْتِ بِكُمُ اللَّهُ جَمِيعًا ۚ إِنَّ اللَّهَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ 148 ١٤٨

او د هر چا لپاره یو جانب دى چې دا هغه ته مخ ګرځوونكى دى، نو نېكیو ته له یو بل نه مخكې كېږئ، په هر ځاى كې چې تاسو یئ الله به تاسو (ټول) په جمع راولي، یقینًا الله په هر شي باندې ښه قادر دى (۱۴۸)

تفسیر
او د هر امت لپاره یوه حسی یا معنوی قبله ده چی مخ ورته ګرځوي او له دې وجې نه په قبله کې د امتونو اختلاف دی او په هغه څه کې چې الله تعالی ورته رالیږلي، نو د قبلو اختلاف کوم ضرر نه کوي، کله چې د الله تعالی په امر وي، نو -اې مؤمنانو!- تاسې د نېکیو کارونو ته د یو بل نه وړاندی والی وکړئ کوم چې درته الله تعالی امر کړی او تاسو چې په هر ځای کې یاستئ، الله تعالی به مو د قیامت په ورځ سره یوځای کړي؛ د دې لپاره چې د خپلو عملونو بدله درکړي، بېشکه الله تعالی په هر څه قدرت لرونکی دی، نو ستاسې یوځای کول او بدله درکول هغه نه شي عاجز کولی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ