لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
لَيْسَ الْبِرَّ أَنْ تُوَلُّوا وُجُوهَكُمْ قِبَلَ الْمَشْرِقِ وَالْمَغْرِبِ وَلَٰكِنَّ الْبِرَّ مَنْ آمَنَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَالْمَلَائِكَةِ وَالْكِتَابِ وَالنَّبِيِّينَ وَآتَى الْمَالَ عَلَىٰ حُبِّهِ ذَوِي الْقُرْبَىٰ وَالْيَتَامَىٰ وَالْمَسَاكِينَ وَابْنَ السَّبِيلِ وَالسَّائِلِينَ وَفِي الرِّقَابِ وَأَقَامَ الصَّلَاةَ وَآتَى الزَّكَاةَ وَالْمُوفُونَ بِعَهْدِهِمْ إِذَا عَاهَدُوا ۖ وَالصَّابِرِينَ فِي الْبَأْسَاءِ وَالضَّرَّاءِ وَحِينَ الْبَأْسِ ۗ أُولَٰئِكَ الَّذِينَ صَدَقُوا ۖ وَأُولَٰئِكَ هُمُ الْمُتَّقُونَ
نېكي دا نه ده چې خپل مخونه د مشرق او مغرب په طرف وګرځوئ، او لېكن نېكي (د هغه چا) ده چې په الله او په ورځ د اخرت او په ملايكو او په كتابونو او په نبیانو يې ایمان راوړى دى او د هغه په مینه (كې) خپلوانو او یتیمانو او مسكینانو او مسافرو او سوالګرو ته مال وركوي او په (ازادولو د) څټونو كې (يې لګوي) او لمونځ قايموي او زكات وركوي او د خپلو وعدو پوره كوونكي وي كله چې وعده وكړي، (خصوصًا) چې په سختۍ او تكلیف كې او د جنګ په وخت كې صبر كوونكي دي، دا هغه خلق دي چې رښتیني دي او همدغه خلق متقیان دي (۱۷۷)
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ