سوره البقره (غویي) (آیت 206)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۲۰۶

وَإِذَا قِيلَ لَهُ اتَّقِ اللَّهَ أَخَذَتْهُ الْعِزَّةُ بِالْإِثْمِ ۚ فَحَسْبُهُ جَهَنَّمُ ۚ وَلَبِئْسَ الْمِهَادُ 206 ٢٠٦

او كله چې هغه ته وویل شي: له الله نه ووېرېږه، نو ده لره تكبر ونیسي په ګناه كولو سره، نو د ده لپاره جهنم بس دى او یقینًا هغه بده استوګنه ده (۲۰۶)

تفسیر
او کله چې دغه مفسد ته -د خیرخواهۍ په طریقه- وویل شي، چې له الله تعالی نه ووېرېږه، د هغه د پولو په عزت کولو سره او د هغه له نواهیو څخه په ځان ساتلو سره، نو ځان غوښتنه او تکبر هغه حق ته له ګرځېدلو څخه بند کړي، او په ګناهونو کې نور هم ډوب شي، نو هغه سزا (بدله) چې هغه ته بسنه کوي، د جهنم اور ته داخلېدل دي او ډېر بد ځای د اوسیدلو دی د هغه ځای د اوسېدونکو له پاره.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ