اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! په اسلام كې پوره پوره داخل شئ او د شیطان د قدمونو پسې مه ځئ، یقینًا هغه ستاسو ښكاره دښمن دى (۲۰۸)
تفسیر
ای هغو کسانو چې پر الله تعالی مو ایمان راوړي او د هغه د رسول تابعداري مو کړې، په ټول اسلام کې پوره پوره ننوځئ او له هغه څخه هیڅ حکم مه پرېږدئ، (نه هغه شان) لکه څنګه چې یهود او نصاری کوي، چې پر یوه برخه د آسماني کتاب ایمان راوړي او پر ځنو یې کفر کوي او تاسو د شیطان د لارو تابعداري مه کوئ؛ ځکه چې هغه ستاسو دښمن دی، داسې دښمن چې ښکاره دښمني درسره کوي.