سوره البقره (غویي) (آیت 212)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۲۱۲

زُيِّنَ لِلَّذِينَ كَفَرُوا الْحَيَاةُ الدُّنْيَا وَيَسْخَرُونَ مِنَ الَّذِينَ آمَنُوا ۘ وَالَّذِينَ اتَّقَوْا فَوْقَهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ ۗ وَاللَّهُ يَرْزُقُ مَنْ يَشَاءُ بِغَيْرِ حِسَابٍ 212 ٢١٢

او هغو كسانو ته چې كافران شوي دي دنيايي ژوند ښايسته كړى شوى دى، او دوى په هغو كسانو پورې مسخرې كوي چې ایمان يې راوړى دى، او هغه كسان چې متقیان دي د قیامت په ورځ به د دوى له پاسه وي او الله چې چا لره وغواړي بې حسابه رزق وركوي (۲۱۲)

تفسیر
ښائسته کړی شوي هغه کسانو ته چې په الله تعالی یې کفر کړی دی، دنیا او د دنیا ختمیدونکی مزې او ختمیدونکی خوندونه، او مسخری کوي په هغه چا باندې چې په الله تعالی او د آخرت پر ورځ یې ایمان راوړی دی، او هغه کسان چې له الله تعالی څخه وېرېږي د الله تعالی اوامر عملی کوي او له نواهیو څخه یې ځان ساتي، د قیامت پر ورځ به د دې کافرانو څخه اوچت وي، هلته چې الله تعالی به دوئ همېشنې جنتونو ته داخلوي، او الله تعالی له خپلو مخلوقاتو چې هر چاته وغواړي بې شمېره (نعمتونه او روزي) ورکوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ