سوره البقره (غویي) (آیت 273)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۲۷۳

لِلْفُقَرَاءِ الَّذِينَ أُحْصِرُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ لَا يَسْتَطِيعُونَ ضَرْبًا فِي الْأَرْضِ يَحْسَبُهُمُ الْجَاهِلُ أَغْنِيَاءَ مِنَ التَّعَفُّفِ تَعْرِفُهُمْ بِسِيمَاهُمْ لَا يَسْأَلُونَ النَّاسَ إِلْحَافًا ۗ وَمَا تُنْفِقُوا مِنْ خَيْرٍ فَإِنَّ اللَّهَ بِهِ عَلِيمٌ 273 ٢٧٣

(خیراتونه) د هغو فقیرو كسانولپاره دي چې د الله په لاره كې ایسار كړى شوي دي، په ځمكه كې د سفر كولو وَس نه لري، د ښه عفت (له سوال نه د ځان ساتلو) په وجه ناخبره كس په دوى د غنیانو ګمان كوي، ته به دوى په خپلو علامو (سره) پېژنې، دوى له خلقو څخه په سختۍ سره (بې ضرورته) سوال نه كوي او هغه چې تاسو يې له مال څخه لګوئ، نو یقینًا الله په هغه باندې ښه عالم دى (۲۷۳)

تفسیر
دا خیراتونه د هغو فقیرانو لپاره وګرځوئ چې د الله په لار کې د جهاد له کبله د سفر او روزۍ ګټلو څخه بند شوي وي، د دوی په حال نا خبره خلک به پرې د شتمنو ګومان کوي له دې کبله چې دوی سوال نه کوي، او پېژني به یې هغه خلک چې د دوی پر نښانونو خبر وي، چې د دوی په ځانونو او کالیو به د نیستۍ ښکاره نښې وي، او د دوی له صفتونو څخه دا دي چې دوی د نورو نیستمنو په څېر نه دي کوم چې د خلکو پسې نښتي سوال کوي، او هغه مال یا نور څه چې تاسو خرڅ کوئ نو الله تعالی پرې پوه دی، او زر دی چې تاسو ته به یې لویه بدله درکړي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ