سوره البقره (غویي) (آیت 32)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۳۲

قَالُوا سُبْحَانَكَ لَا عِلْمَ لَنَا إِلَّا مَا عَلَّمْتَنَا ۖ إِنَّكَ أَنْتَ الْعَلِيمُ الْحَكِيمُ 32 ٣٢

هغوى وویل: ته پاك يې، مونږ ته هېڅ علم نشته سِوا له هغه نه چې تا مونږ ته راښودلى دى، بېشكه، خاص ته، ښه عالم، ښه حكمت والا يې (۳۲)

تفسیر
دوی وویل -په داسې حال کې چې د خپل نقص او کمي اعتراف کوونکي وو او ټول فضل یې الله تعالی ته وروګرځولو-: ای ربه! مونږ ستا پاکي او لویي بیانوو له دې څخه چې ستا په فیصله او شریعت نیوکه وکړو، پس مونږ په هېڅ نه پوهېږو پرته له هغه څه چې تا یې مونږ ته علم راکړی دی، بېشکه همدا ته په هر څه داسې پوه یې چې هېڅ هم له تا پټ نه دي، د حکمت څښتن یې چې د خپل تقدیر او شریعت ټول کارونه په خپل ځای کې ږدې.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ