سوره البقره (غویي) (آیت 40)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۴۰

يَا بَنِي إِسْرَائِيلَ اذْكُرُوا نِعْمَتِيَ الَّتِي أَنْعَمْتُ عَلَيْكُمْ وَأَوْفُوا بِعَهْدِي أُوفِ بِعَهْدِكُمْ وَإِيَّايَ فَارْهَبُونِ 40 ٤٠

اى بني اسرائیلو! زما هغه نعمتونه یاد كړئ چې ما پر تاسو باندې پېرزو كړي دي او زما لوظ پوره كړئ، زه به ستاسو لوظ پوره كړم، او خاص له ما نه وېرېږئ (۴۰)

تفسیر
ای د یعقوب علیه السلام ځامنو! د الله تعالی پرله پسې نعمتونه یاد کړئ او شکر پرې وباسئ او زما په ژمنو باندې وفا وکړئ، هغه چې پر ما او زما پر پېغمبرانو ایمان لرل او زما پر شریعت عمل کول دي. نو که چېرې تاسو په هغې (ژمنې) وفا وکړه، زه به هم په خپلو هغو ژمنو وفا وکړم چې مایې درسره وعده کړې ده، په دنیا کې به ښه ژوند او آخرت کې به ښایسته بدله درکړم، نو یوازې له ما څخه ووېرېږئ او زما ژمنې مه ماتوئ.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ