سوره البقره (غویي) (آیت 63)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۶۳

وَإِذْ أَخَذْنَا مِيثَاقَكُمْ وَرَفَعْنَا فَوْقَكُمُ الطُّورَ خُذُوا مَا آتَيْنَاكُمْ بِقُوَّةٍ وَاذْكُرُوا مَا فِيهِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ 63 ٦٣

او كله چې مونږ (له تاسو نه) ستاسو پخه وعده واخيسته او راپورته موكړ ستاسو له پاسه (غرد) طُور (او درته ومو ویل:) كلك ونیسئ هغه څه چې مونږ تاسو ته دركړي دي؛ او څه چې په ده كې دي، (هغه) یاد كړئ، د دې لپاره چې تاسو پرهېزګاره شئ (۶۳)

تفسیر
او هغه کلکه ژمنه یاده کړئ چې له تاسو څخه مو اخیستې وه، پدې چې په الله تعالی او پېغمبرانو به ایمان لرئ او غر مو پر تاسو پورته کړ څو ووېرېږئ او په ژمنه وفا وکړئ، مونږ تاسې ته امر وکړ چې هغه څه چې مونږ په تورات کې پر تاسو نازل کړي دي، له سستۍ او سپکاوۍ پرته، په کلکه واخلئ او هغه څه چې په دې کې دي (هغه) زده کړئ او فکر پرې وکړئ؛ ښايي چې په دې کار سره د الله تعالی له عذاب څخه ځانونه وژغورئ.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ