سوره البقره (غویي) (آیت 75)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۷۵

أَفَتَطْمَعُونَ أَنْ يُؤْمِنُوا لَكُمْ وَقَدْ كَانَ فَرِيقٌ مِنْهُمْ يَسْمَعُونَ كَلَامَ اللَّهِ ثُمَّ يُحَرِّفُونَهُ مِنْ بَعْدِ مَا عَقَلُوهُ وَهُمْ يَعْلَمُونَ 75 ٧٥

ایا نو تاسو تمه كوئ چې دوى به ستاسو (د وینا) له وجې ایمان راوړي، او یقینًا په دوى كې یوه ډله وه چې د الله كلام به يې اورېده، بیا به يې په هغه كې له پوهېدو نه وروسته تحریف كاوه، حال دا چې دوى به پوهېدل (۷۵)

تفسیر
ای مومنانو! آیا تاسو تمه لرئ چې دوی به ایمان راوړي او ستاسو خبرې به ومني، پس له دې چې تاسو ته د یهودیانو حقیقت څرګند شو، او د دوی سرکشي مو ولېدله؟! او د دوی له علماوو څخه یوه ډله داسې ده چې په تورات کې د الله تعالی نازل شوی کلام اوري او بیا د هغې توري او معناګانې اړوي سره له دې چې دوی پرې ښه پوهېږي او د خپل جرم په لوېي هم پوهېږي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ