لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
إِذْ تَمْشِي أُخْتُكَ فَتَقُولُ هَلْ أَدُلُّكُمْ عَلَىٰ مَنْ يَكْفُلُهُ ۖ فَرَجَعْنَاكَ إِلَىٰ أُمِّكَ كَيْ تَقَرَّ عَيْنُهَا وَلَا تَحْزَنَ ۚ وَقَتَلْتَ نَفْسًا فَنَجَّيْنَاكَ مِنَ الْغَمِّ وَفَتَنَّاكَ فُتُونًا ۚ فَلَبِثْتَ سِنِينَ فِي أَهْلِ مَدْيَنَ ثُمَّ جِئْتَ عَلَىٰ قَدَرٍ يَا مُوسَىٰ
كله چې ستا خور (په تا پسې) روانه وه (ته يې ولیدې چې د هیچا تى (پۍ) نه اخلې) نو دې ویل: ایا زه تاسو ته هغه څوك وښیم چې د ده كفالت (او تربیت) به كوي۔، نو ته مونږ خپلې مور ته بېرته راوستې، د دې لپاره چې د هغې سترګې یخې شي او غمژنه نشي او تا یو كس مړ كړى و، نو ته مونږ له غم نه خلاص كړې۔ او ته مونږ په قسما قسم ازموینو سره وازمایلې، نو تا څو كاله په اهل مدین كې تېر كړل، بيا ته په ټاكلې اندازې سره راغلې، اى موسٰی! (۴۰)
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ