سوره الأنبیاء (پیغمبران) (آیت 24)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




21 الأنبیاء(الأنبياء)، آیت ۲۴

أَمِ اتَّخَذُوا مِنْ دُونِهِ آلِهَةً ۖ قُلْ هَاتُوا بُرْهَانَكُمْ ۖ هَٰذَا ذِكْرُ مَنْ مَعِيَ وَذِكْرُ مَنْ قَبْلِي ۗ بَلْ أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْلَمُونَ الْحَقَّ ۖ فَهُمْ مُعْرِضُونَ 24 ٢٤

ایا دوى له هغه (الله) نه پرته نور معبودان نیولي دي، ته ووایه: تاسو خپل پوخ دلیل راوړئ، دا (وحي) د هغه چا نصیحت دى چې زما سره دي او د هغه چا نصیحت دى چې له ما نه مخكې تېر شوي دي، بلكې د دوى (كافر) اكثره خلق حق نه پېژني، نو دوى مخ ګروځونكي دي (۲۴)

تفسیر
بلکې دوی د الله تعالی نه پرته نور معبودان نېولي، ته ووایه -ای پېغمبره- دې مشرکېنو ته: راوړئ تاسې خپل پوخ دلېل چې دوی د عبادت مستحق دي، نو دا کتاب چې ما ته نازل شوی، او هغه کتابونه چې په مخکنیو پېغمبرانو نازل شوي تاسې لره پکې هیڅ دلېل نشته، بلکې د زیاترو مشرکېنو سره دلېل نه وي مګر جهل او تقلېد، نو دوی د حق د قبلولو نه مخ اړولی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ