بېشكه الله له هغو كسانو نه دفاع كوي چې ایمان يې راوړى دى، بېشكه الله هر ډېر خیانت ګر، لوى ناشكره نه خوښوي (۳۸)
تفسیر
بېشکه الله تعالی له هغو کسانو څخه چې په هغه یې ایمان راوړی دفع کوي ورڅخه شر د هغوی د دښمنانو اړوي، بېشکه الله تعالی نه خوښوي هر خیانتګر په خپل امانت کې، ناشکري کوونکی د الله تعالی نعمتونو لره، نو د الله تعالی شکر نه وباسي په هغو باندې، بلکې بد یې ګڼي.