سوره النور (رڼا) (آیت 14)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




24 النور(النور)، آیت ۱۴

وَلَوْلَا فَضْلُ اللَّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ لَمَسَّكُمْ فِي مَا أَفَضْتُمْ فِيهِ عَذَابٌ عَظِيمٌ 14 ١٤

او كه چېرې پر تاسو باندې د الله فضل او د هغه رحمت نه وى په دنیا او اخرت كې (، نو) خامخا به تاسو ته د هغو (دروغو) په سبب چې تاسو په هغه كې غوپه شوي وئ؛ ډېر لوى عذاب دررسېدلى و (۱۴)

تفسیر
ای مومنانو! که پرتاسو د الله فضل او رحمت نه وی چې تاسو ته په سزا درکولو کې يې بيړه ونه کړه، چاچې له تاسو توبه واېستله د هغه توبه يې قبوله کړه؛ نو هرومرو به د هغو درواغو او د مومنانو پر مور د تورلګولو له امله چې پکې لوېدلي وئ تاسو ته لوی عذاب در رسېدلی وی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ