سوره النور (رڼا) (آیت 43)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




24 النور(النور)، آیت ۴۳

أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّهَ يُزْجِي سَحَابًا ثُمَّ يُؤَلِّفُ بَيْنَهُ ثُمَّ يَجْعَلُهُ رُكَامًا فَتَرَى الْوَدْقَ يَخْرُجُ مِنْ خِلَالِهِ وَيُنَزِّلُ مِنَ السَّمَاءِ مِنْ جِبَالٍ فِيهَا مِنْ بَرَدٍ فَيُصِيبُ بِهِ مَنْ يَشَاءُ وَيَصْرِفُهُ عَنْ مَنْ يَشَاءُ ۖ يَكَادُ سَنَا بَرْقِهِ يَذْهَبُ بِالْأَبْصَارِ 43 ٤٣

ایا تا نه دي كتلي چې بېشكه الله وریځې روانوي، بیا هغه په خپل منیځ كې یو ځاى كوي، بیا هغه لاندې باندې قط په قط كوي، بیا ته باران وینې چې د دې له مینځه راوځي او د اسمان له جانبه (د ورېځو) غرونه راكوزوي چې په هغو كې ځینې ږلۍ وي، نو هغه رسوي هغه چا ته چې يې وغواړي او اړوي يې له هغه چا نه چې يې وغواړي، نژدې وي چې د هغو د برېښنا پړق (چمك) نظرونه ختم كړي (۴۳)

تفسیر
ای رسوله! آيا ته نه پوهېږې، چې الله ورېځ روانوي، بيا يې ځينې برخې له ځينو سره يوځای کوي، بيا يې پاس له پاسه ټينګوي؛ نو وينې چې باران د ورېځ له مينځه راوځي، د آسمان له لوري له داسې ټينګې ورېځې څخه راوځې چې په لوی والي کې له اوبو څخه د شګو غوندې جامدو ټوټو څخه جوړ شويو غرونو سره ورته والی لري؛ نو له خپلو بندګانو چې چاته وغواړي ور روسوي يې، اوچاته چې وغواړي ترې ګرځوي يې، نېږدې ده چې د ورېځې برېښنا يې له سختې رڼا سترګې يوسي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ