سوره النور (رڼا) (آیت 5)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




24 النور(النور)، آیت ۵

إِلَّا الَّذِينَ تَابُوا مِنْ بَعْدِ ذَٰلِكَ وَأَصْلَحُوا فَإِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ 5 ٥

مګر هغه كسان چې له دې نه بعد توبه وباسي او (د ځان) اصلاح وكړي، نو بېشكه الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى (۵)

تفسیر
مګر هغه کسان چې له دغه کار وروسته الله ته توبه وباسي او خپل اعمال سم کړي؛ نو بېشکه الله د هغوی توبه او شاهدي قبلوي، پرته له شکه الله له خپلو بندګانو د هغه چا بخښونکی دی چې توبه وباسي او پرې مهربانه دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ