سوره الفرقان (بیلونکی) (آیت 59)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




25 الفرقان(الفرقان)، آیت ۵۹

الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ ثُمَّ اسْتَوَىٰ عَلَى الْعَرْشِ ۚ الرَّحْمَٰنُ فَاسْأَلْ بِهِ خَبِيرًا 59 ٥٩

هغه (الله) چې اسمانونه او ځمكه، او هغه څه چې د دواړو په مینځ كې دي، په شپږو ورځو كې پیدا كړي دي، بیا په عرش باندې برقرار شو، (دغه) رحمن دى، نو ته د ده په باره كې له ښه خبردار نه تپوس وكړه (۵۹)

تفسیر
هغه ذات چې آسمانونه، زمکه او څه چې د هغو تر منځ دي په شپږو ورځو کې پيداکړل، بيا پر عرش لوړ او اوچت شو داسې لوړوالی چې د هغه له شان سره ښايي، هغه رحمان ذات دی؛ نو ای رسوله! له يو باخبره پوښتنه وکړه چې هغه الله دی چې پر هر څه پوهيږي او هيڅ هم ترې پټ نه دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ