سوره الفرقان (بیلونکی) (آیت 70)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




25 الفرقان(الفرقان)، آیت ۷۰

إِلَّا مَنْ تَابَ وَآمَنَ وَعَمِلَ عَمَلًا صَالِحًا فَأُولَٰئِكَ يُبَدِّلُ اللَّهُ سَيِّئَاتِهِمْ حَسَنَاتٍ ۗ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَحِيمًا 70 ٧٠

مګر هغه كس چې توبه وباسي او ایمان راوړي او نېك عمل وكړي، نو دغه كسان دي چې الله به د دوى بدۍ په نېكۍ سره بدلې كړي او الله له ازله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى (۷۰)

تفسیر
خو څوک چې الله ته توبه وباسي، ايمان راوړي، داسې ښه کار وکړي چې د هغه د توبې پر رېښتينولۍ دلالت کوي، همدوی هغه کسان دي چې الله به يې هغه بد کارونه چې کړي يې دي په نيکيو ورته بدل کړي، الله له خپلو بندګانو يې چې څوک توبه وباسي د ګناهونو بښونکی دی او پر هغوی مهربان دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ